د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د علمي شورا غونډه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۹:۵۹
علمي شوری

د یادې جامعې د علمي شورا غونډه د تېرې علمي شورا په لړ کې د جامعې د رئیس مفتي احسان الله احسان په مشرۍ ترسره شوه، چې د فاضلانو او علمي چارو مرستیال، د تخصصاتو رئیس او د علمي شورا غړو په کې ګډون درلود.
په پیل کې ښاغلي احسان مقدماتي خبرې وکړې او د جامعې د یو لړ اړینو مسایلو په اړه په وزارت مقام کې د شوي مجلس راپور وړاندې کړ.
همدارنګه د تېرې علمي شورا د پریکړو تعقیب او څارنه وشوه او په اړوندو برخو کې د لازمو کړنو د ترسره کیدو ډاډ ترلاسه شو.
په غونډه کې د جامعې د فاضلانو د علمي رسالو د کړنلارې په اړه، د جامعې په دارالافتاء کې د بهرنیو استفتاوو په اړه، د روان کال د فاضلانو د فراغت غونډې او په شعبان او رمضان میاشتو کې فاضلانو ته د لنډمهاله علمي او ګټورو پروګرامونو د وړاندې کولو په اړه مشورې وشوې او په اړوندو برخو کې ځانګړو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، چې د یادو کړنو لپاره خپلې طرحې او وړاندیزونه د جامعې له رهبرۍ سره شریک کړي.
دغه راز په غونډه کې پر یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو هم خبرې وشوې، چې په اړه یې لازمې پریکړې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲۷
Background image

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د تدریسي بهیر د پیل افتتاحیه غونډه وشوه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې په مسجد کې د تدریسي بهیر د پیل په مناسبت افتتاحیه غونډه وشوه، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت علمي معیین شیخ الحدیث مولوي ضیاءالرحمن مدني، د دیني. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۲۱:۱۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د عبدالله بن مسعود رضي عنه جامعې د تخصص د شمولیت له ازموینې څخه لیدنه وکړه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د افتاء او قضاء تخصص ته د شمولیت ازموینه د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست استازو، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د رهبرۍ غړو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۴۵
Background image

د کابل عبدالله بن مسعود (رض) جامعې د افتاء او قضاء څانګو د څلورمې دورې متخصصو فاضلانو فراغتغونډه ترسره شوه

یاده فراغتغونډه چې په کابل پوهنتون کې ترسره شوه د لوړو زده کړو محترم وزیر د امربالمعروف او نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو او عدلیې وزیرانو د کابل علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو. . .

BACK TO NEWS