د فراغت غونډې لپاره د چمتوالي په موخه د کمېټو له مسولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۷:۴
graduation sermony

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د رهبرۍ غړو د ١٤٠٣ کال د افتاء او قضاء تخصص د فاضلانو د فراغت غونډې لپاره د چمتوالي په موخه د کمېټو له مسولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه.
په غونډه کې د جامعې  د مالي او اقتصادي کمېټې د کړنو راپور شریک شو، چې په اړه یې پوره او هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
دغه راز د فرهنګي کمېټې، استقبالیه کمېټې او خدماتي کمېټې مسولینو هم په اړوندو برخو کې د ترسره شویو کړنو راپور او د راتلونکو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د چارو د ښې همغږۍ په موخه د رهبرۍ له لوري د کمېټو ټولو مسولینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو هره کمېټه خپلې دندې پر وخت او په منظم ډول ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲۷
Background image

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د تدریسي بهیر د پیل افتتاحیه غونډه وشوه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې په مسجد کې د تدریسي بهیر د پیل په مناسبت افتتاحیه غونډه وشوه، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت علمي معیین شیخ الحدیث مولوي ضیاءالرحمن مدني، د دیني. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۲۱:۱۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د عبدالله بن مسعود رضي عنه جامعې د تخصص د شمولیت له ازموینې څخه لیدنه وکړه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د افتاء او قضاء تخصص ته د شمولیت ازموینه د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست استازو، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د رهبرۍ غړو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۴۵
Background image

د کابل عبدالله بن مسعود (رض) جامعې د افتاء او قضاء څانګو د څلورمې دورې متخصصو فاضلانو فراغتغونډه ترسره شوه

یاده فراغتغونډه چې په کابل پوهنتون کې ترسره شوه د لوړو زده کړو محترم وزیر د امربالمعروف او نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو او عدلیې وزیرانو د کابل علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو. . .

BACK TO NEWS