د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د علمي شورا غونډه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۳:۲
ilmi

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د علمي شورا غونډه د جامعې د فاضلانو او علمي چارو مرستیال مفتي روح الله آخندزاده په مشرۍ ترسره شوه، چې د مالي او اداري چارو مرستیال، د دیني تخصصاتو رئیس او د علمي شورا نورو غړو په کې ګډون درلود.
په پیل کې ښاغلي آخندزاده مقدماتي خبرې وکړې او د جامعې د علمي شورا د غونډو او تشکیل په اړه معلومات وړاندې کړل، چې په اړه یې لازمې مشورې وشوې.
همدارنګه د دیني تخصصاتو د علمي شورا په تړاو هم بحث وشو.
په غونډه کې د تحصیلي بنسټونو د علمي سیر او عملي زده کړو د سمستروار پلان، د جامعې او ریاض العلوم د فاضلانو څېړنیزو رسالو د تائید او اشراف، د کیفیت د تضمین او ظرفیت لوړونې کمېټې، د دعوت او ارشاد کمېټې او د جامعې د علمي مجلې په اړه هر  اړخیز بحثونه او لازمې پریکړې وشوې.
دغه راز په غونډه کې پر یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو هم خبرې او مشورې وشوې، چې په اړه یې ځانګړو کمېټو ته په اړوندو برخو کې دندې وسپارل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲۷
Background image

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د تدریسي بهیر د پیل افتتاحیه غونډه وشوه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې په مسجد کې د تدریسي بهیر د پیل په مناسبت افتتاحیه غونډه وشوه، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت علمي معیین شیخ الحدیث مولوي ضیاءالرحمن مدني، د دیني. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۲۱:۱۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د عبدالله بن مسعود رضي عنه جامعې د تخصص د شمولیت له ازموینې څخه لیدنه وکړه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د افتاء او قضاء تخصص ته د شمولیت ازموینه د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست استازو، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د رهبرۍ غړو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۴۵
Background image

د کابل عبدالله بن مسعود (رض) جامعې د افتاء او قضاء څانګو د څلورمې دورې متخصصو فاضلانو فراغتغونډه ترسره شوه

یاده فراغتغونډه چې په کابل پوهنتون کې ترسره شوه د لوړو زده کړو محترم وزیر د امربالمعروف او نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو او عدلیې وزیرانو د کابل علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو. . .

BACK TO NEWS