د عالیقدرامیر المؤمنین حفظه الله تعالی ورعا سره د ۲۶۰۰علماء کرامو او پوهنتونونو استادانو د بیعت کتاب بشپړ او ژر به د لوستونکو په واک کې ور کړل شي.

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۱۳
book

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د «سمعاً وطاعةً یا امیرالمؤمنین حَفِظَکَ اللهُ تَعَالی وَ رَعَاکَ» په نوم یاد کتاب، چې په ۲۹۵ صفحو مشتمل دی ډېر ژر به د لوستونکو په واک کې ورکړل شي. 

په دغه کتاب کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه سره په کندهار پوهنتون کې د ننګرهار پوهنتون له لوري «په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت مضامينو د تدريس ارزښت او اغېزې» تر عنوان لاندې داخلي کنفرانس کې د ۲۶۰۰ شیوخو کرامو، علماء کرامو او د پوهنتونونو استادانو د بیعت تجدید بشپړ جریان په مستند ډول راوړل شوی دی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه کټ مټ وینا، چې لومړی ځل خپریږي او په بېلابېلو برخو کې یې علماء کرامو، استادانو او محصلینو ته غوره لارښوونې او توصیې پکې کړې دي، شاملې دي. همداراز په دغه کتاب کې مهم موضوعات او له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه سره د استادانو د لیدنې او بیعت تأثرات، احساسات او بیعت پاڼې ځای پر ځای شوي دي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲۷
Background image

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د تدریسي بهیر د پیل افتتاحیه غونډه وشوه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې په مسجد کې د تدریسي بهیر د پیل په مناسبت افتتاحیه غونډه وشوه، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت علمي معیین شیخ الحدیث مولوي ضیاءالرحمن مدني، د دیني. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۲۱:۱۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د عبدالله بن مسعود رضي عنه جامعې د تخصص د شمولیت له ازموینې څخه لیدنه وکړه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د افتاء او قضاء تخصص ته د شمولیت ازموینه د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست استازو، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د رهبرۍ غړو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۴۵
Background image

د کابل عبدالله بن مسعود (رض) جامعې د افتاء او قضاء څانګو د څلورمې دورې متخصصو فاضلانو فراغتغونډه ترسره شوه

یاده فراغتغونډه چې په کابل پوهنتون کې ترسره شوه د لوړو زده کړو محترم وزیر د امربالمعروف او نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو او عدلیې وزیرانو د کابل علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو. . .

BACK TO NEWS