د خطي نسخو د څېړنې په اړه علمي محاضره وړاندې شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۲۲:۵۴
خطي نخسه

 عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعه کې د علمي محاضرو په لړ کې د (روش تحقیق نسخه های خطی) په عنوان علمي محاضره وړاندې شوه، چې د جامعې د تخصصاتو رئیس مفتي صدیق الله، د تخصصاتو آمرینو، استادانو، اداري کارکونکو او فاضلانو په کې ګډون کړی و.
په پیل کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د دعوت او ارشاد تخصص استاد شیخ حزب الله فتحي د یادې خطي نسخو د څېړنې اهداف، ځانګړتیاوې، اړتیا او اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل. 
نوموړي د خطي نسخو پېژندنې، د خطي نسخو عناصر، د خطي نسخو څېړنه او د یادو نسخو د څېړنو تګلارې په اړه پوره بحث وکړ او هره برخه یې په هر اړخیزه توګه تشریح کړه.
 په یاده علمي محاضره کې ټولو ګډونوالو په پوره لیوالتیا سره برخه اخیستې وه، چې په پای کې د تخصصاتو رئیس مفتي صدیق الله له لوري د مخطوطاتو د څېړنې اړوند د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۲۰:۴۰
Background image

۷۱ تن فاضل از بخش افتاء و قضاء جامعه عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فارغ و برای خدمت به جامعه تقدیم شدند

در مراسم که به همین منظور برگزار شد محترم شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم سرپرست وزارت تحصیلات عالی ضمن مبارکی به فاضلان گفت که شما در بخش های قضاء، افتاء و عرصه های دیگر مرتبط به مسلک. . .

BACK TO NEWS