د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د رهبرۍ له لوري د اسلامي امارت د فتحې څلورمې کلیزې د مبارکۍ پیغام!

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۰:۲۰
کلیزه

د اسد ٢٤ هغه ورځ وه، چې الله تعالیﷻ زموږ د ګران هیواد له پاکې خاورې څخه د افغان مجاهد ملت په  سرښندنو او قربانیو په برکت د اشغال ټغر ټول کړ او ټول افغانان د حریت او امنیت څخه برخمن سوه.
دا ورځ او دا نظام په داسې قربانیو راغلی چې قلم یې د لیکلو او ژبه یې د تعبیرولو توان نلري.
د دې نظام د راتللو لپاره سلګونه استشهادیان قرباني سوي، ډیر ځوانان، سپین ږیري، ماشومان او ښځې  شهيدان سوي، ډیر افغانان د زندان د تورو تمبو شاته په کلونو کلونو پراته وو او ځیني بیا د ټول عمر لپاره ورک سو، چې تر اوسه یې هم هیڅ درک نسته.
دا ددې قربانیو برکت وو، چې الله ﷻ زموږ ګران اولس د ظالم او تاغوتي نړۍ له شره خلاص کړ، چې اوس ټول افغانان په یو باثباته او ویاړلي هیواد کې ژوند کوي.
نو اوس موږ ټولو افغانانو ته پکار ده، چې د خپل وس مطابق په خپله برخه کې د ځان، مال، ژبې او قلم په واسطې سره ددې سپیڅلي نظام په کلکه ملاتړ وکړو او په هر قیمت چې وي دا مقدسه خاوره خپلواکه وساتو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۲۰:۴۰
Background image

۷۱ تن فاضل از بخش افتاء و قضاء جامعه عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فارغ و برای خدمت به جامعه تقدیم شدند

در مراسم که به همین منظور برگزار شد محترم شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم سرپرست وزارت تحصیلات عالی ضمن مبارکی به فاضلان گفت که شما در بخش های قضاء، افتاء و عرصه های دیگر مرتبط به مسلک. . .

BACK TO NEWS