د لوړو زده کړو وزیر د عبدالله بن مسعود رضي عنه جامعې د تخصص د شمولیت له ازموینې څخه لیدنه وکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۲۱:۱۶
exam

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د افتاء او قضاء تخصص ته د شمولیت ازموینه د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست استازو، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د رهبرۍ غړو او استادانو په حضور کې په منظم ډول واخیستل شوه، چې په دغه ازموینه کې ۲۸۷ کسانو ګډون کړی و.
د یادې ازموینې په افتتاحیه غونډه کې د قران کریم د مبارکو آیتونو تلاوت څخه وروسته د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې رئیس شیخ الحدیث محمد اکبر فضلي د ازموینې په اړه هر اړخیزه او عالمانه وینا وکړه.
نوموړي د ازموینې د جریان او څرنګوالي په اړه د ازموینې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او همداراز د یادې ازموینې د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د افتاء او قضاء تخصص ته د شمولیت ازموینې څخه د لیدنې پر مهال ګډونوالو ته د ازموینې د روڼتیا ډاډ ورکړ او هغوی ته یې د بریا هیله وکړه. 
د یادونې وړ ده په تحریري ازموینه کې له بریالیو کسانو تقریري ازموینه هم اخیستل کېږي،  چې په تقریري ازموینه کې له کامیابۍ وروسته د یاد تخصص لپاره ۹۰ تنه ترې جذبیږي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۲۰:۴۰
Background image

۷۱ تن فاضل از بخش افتاء و قضاء جامعه عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فارغ و برای خدمت به جامعه تقدیم شدند

در مراسم که به همین منظور برگزار شد محترم شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم سرپرست وزارت تحصیلات عالی ضمن مبارکی به فاضلان گفت که شما در بخش های قضاء، افتاء و عرصه های دیگر مرتبط به مسلک. . .

BACK TO NEWS