د فراغت غونډې لپاره د چمتوالي په موخه د کمېټو له مسولینو سره ناسته وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۲۰:۴۷
فراغت غونډه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د فاضلانو او علمي چارو مرستیال مفتي روح الله آخندزاده په مشرۍ د ١٤٠٣ کال د افتاء او قضاء تخصص د فراغت غونډې لپاره د چمتوالي په موخه د کمېټو له مسولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په پیل کې ښاغلي آخندزاده مقدماتي خبرې وکړې او د غونډې د اجنډا په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
وروسته د جامعې د مالي او اداري چارو مرستیال مفتي احمدالله انوري د امنیتي کمېټې او مالي کمېټې د کړنو راپور شریک کړ.
دغه راز د فرهنګي کمېټې، استقبالیه کمېټې او خدماتي کمېټې مسولینو هم په اړوندو برخو کې د ترسره شویو کړنو راپور او د راتلونکو کړنو لپاره طرحه او د اړتیا وړ امکاناتو په اړه معلومات وړاندې کړل، ترڅو یاد کارونه په منظم ډول ترسره شي.
د چارو د ښې همغږۍ په موخه د رهبرۍ له لوري د کمېټو ټولو مسولینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو هره کمېټه خپلې دندې پر وخت او په منظم ډول ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۲۰:۴۰
Background image

۷۱ تن فاضل از بخش افتاء و قضاء جامعه عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فارغ و برای خدمت به جامعه تقدیم شدند

در مراسم که به همین منظور برگزار شد محترم شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم سرپرست وزارت تحصیلات عالی ضمن مبارکی به فاضلان گفت که شما در بخش های قضاء، افتاء و عرصه های دیگر مرتبط به مسلک. . .

BACK TO NEWS