د بنګلادیش علماوو پلاوی د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې څخه لیدنه وکړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۸:۵۸
بنګلادېش

 د بنګلادیش علماوو د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې رهبرۍ، استادانو، کارکوونکو او فاضلانو سره لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې په پیل کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې رئیس شیخ الحدیث محمد اکبر فضلي راغلو میلمنو ته د جامعې په ریاست کې د ښه راغلاست ویلو څخه وروسته د جامعې په اړه پوره او هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.
دغه راز نوموړي د نړۍ د مسلمانانو د اتحاد او یوالي په اړه خبرې وکړي.
همدارنګه نوموړو علماوو د جامعې په ریاست کې د جامعې د رهبرۍ غړو او استادانو سره هر اړخیزه عالمانه غونډه وکړه، چې یادو علماوو د اسلامي امارت د رهبرۍ او پالیسۍ ستاینه وکړه.
همدارنګه د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي رئیس الحاج مولوي اسدالله فرید يادو میلمنو ته ښه راغلاست او هرکلی وویل او د نوموړو علماوو په راتګ خوښي څرګنده کړه.
دغه راز د یادې لیدنې پرمهال د نوموړي پلاوي په استازیتوب شیخ محمد مأمون الحق د ماسپښین د لمانځه نه ورسته د جامعې په مسجد کې ټولو ګډونوالو ته هر اړخیزه عالمانه وینا وکړه.
نوموړي د پلاوي په استازیتوب خپل محبت او نیک نظر د جامعې سره وښود، خپل مثبت تاثرات یې د غونډې ګډونوالو سره شریک کړل او د اسلامي امارت د رهبرۍ ستاینه یې وکړه، چې د دیني علماوو او فاضلانو لپاره يې داسې ښه ماحول جوړ کړی.
نوموړي هیله مندي وښودله، چې په راتلونکي کې خپل بچیان د عبدالله بن مسعود  رضي الله عنه جامعې ته د دیني تخصصاتو لپاره راواستوي.
همدا رنګه یادو علماوو د جامعې کتابتون څخه هم کتنه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې د فاضلانو لپاره داسې مجهز کتاب جوړ شوی.
 همداراز د جامعې د نصاب او تدریسي بهیر څخه د لیدنې پر مهال د جامعې د تدریسي بهیر ستاینه یې وکړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۲۰:۴۰
Background image

۷۱ تن فاضل از بخش افتاء و قضاء جامعه عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فارغ و برای خدمت به جامعه تقدیم شدند

در مراسم که به همین منظور برگزار شد محترم شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم سرپرست وزارت تحصیلات عالی ضمن مبارکی به فاضلان گفت که شما در بخش های قضاء، افتاء و عرصه های دیگر مرتبط به مسلک. . .

BACK TO NEWS