د بنګلادیش علماوو پلاوی د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې څخه لیدنه وکړه

د بنګلادیش علماوو د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې رهبرۍ، استادانو، کارکوونکو او فاضلانو سره لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې په پیل کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې رئیس شیخ الحدیث محمد اکبر فضلي راغلو میلمنو ته د جامعې په ریاست کې د ښه راغلاست ویلو څخه وروسته د جامعې په اړه پوره او هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.
دغه راز نوموړي د نړۍ د مسلمانانو د اتحاد او یوالي په اړه خبرې وکړي.
همدارنګه نوموړو علماوو د جامعې په ریاست کې د جامعې د رهبرۍ غړو او استادانو سره هر اړخیزه عالمانه غونډه وکړه، چې یادو علماوو د اسلامي امارت د رهبرۍ او پالیسۍ ستاینه وکړه.
همدارنګه د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي رئیس الحاج مولوي اسدالله فرید يادو میلمنو ته ښه راغلاست او هرکلی وویل او د نوموړو علماوو په راتګ خوښي څرګنده کړه.
دغه راز د یادې لیدنې پرمهال د نوموړي پلاوي په استازیتوب شیخ محمد مأمون الحق د ماسپښین د لمانځه نه ورسته د جامعې په مسجد کې ټولو ګډونوالو ته هر اړخیزه عالمانه وینا وکړه.
نوموړي د پلاوي په استازیتوب خپل محبت او نیک نظر د جامعې سره وښود، خپل مثبت تاثرات یې د غونډې ګډونوالو سره شریک کړل او د اسلامي امارت د رهبرۍ ستاینه یې وکړه، چې د دیني علماوو او فاضلانو لپاره يې داسې ښه ماحول جوړ کړی.
نوموړي هیله مندي وښودله، چې په راتلونکي کې خپل بچیان د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې ته د دیني تخصصاتو لپاره راواستوي.
همدا رنګه یادو علماوو د جامعې کتابتون څخه هم کتنه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې د فاضلانو لپاره داسې مجهز کتاب جوړ شوی.
همداراز د جامعې د نصاب او تدریسي بهیر څخه د لیدنې پر مهال د جامعې د تدریسي بهیر ستاینه یې وکړه.