د کابل عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې له افتاء او قضاء څانګې څخه ۷۱ فاضلان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۲۰:۴۰
فراغت غونډه

په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم یادو فاضلانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چې تاسو به د خپل مسلک اړوند قضاء، افتاء او نورو علمي برخو کې کار کوئ او زیاته یې کړه: «په اداري بستونو پسې به نه ګرځئ، په داسې یوه علمي ځای کې به خدمت کوئ، چې خیر مو اسلام، اسلامي نظام او مسلمانانو ته ورسیږي».

 دغه راز نوموړي یاد فاضلان لا نورو لوړو زده کړو ته وهڅول او ورته ویې ویل چې تاسو اوس د تخصص مسیر ته برابر شوئ، همېشه به خپله مطالعه جاري ساتئ او په دې زده کړو به بسنه نه کوئ. 

شیخ صاحب وویل چې اسلامي نظام د افتاء او قضاء په برخه کې دا ډول متخصصو مفتیانو او قاضیانو ته ډېره اړتیا لري او د قضاء برخه، چې د یو هېواد تر ټولو مهمه برخه ده، مسلکي خواته بېولی شي. 

دغه راز د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي زر محمد حقاني مسلکي مفتیان او قاضیان د هېواد پانګه وبلله او زیاته یې کړه چې دوی به په محاکمو کې ګمارل کېږي او عدالت به قایموي. 

نوموړي د اخلاقي او اداري فساد او همدارنګه د طاغوت له منځه وړلو کې د ا.ا.ا لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل چې مسلمانان به همېشه د اسلام حاکمولو لپاره او کفار د کفر لپاره کار کوي. 

همدارنګه په دغه فراغتغونډه کې جیدو علماء کرامو او استادانو فارغ شویو فاضلانو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې خپل هېواد او خلکو ته په اخلاص خدمت وکړي. 

د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې فارغو فاضلانو ته د فضیلت دستارونه ورپرسر شول. 

نېټه: یکشنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د رجب المرجب ۱۸مه
۱۴۰۳ هـ.ش د جدي ۳۰مه
۲۰۲۵ م د جنوري ۱۹مه

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۳۸
Background image

عاليقدر أميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د لوړو زدکړو وزارت د دیني جامعاتو د مسئولینو او فاضلانو غونډې ته وینا وکړه 

عاليقدر أميرالمؤمنين شيخ القرآن و الحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی په کندهار کې د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت د ديني جامعاتو او تخصصاتو د قضاء او افتاء څانګو د مسئولينو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۸:۵۸
Background image

د بنګلادیش علماوو پلاوی د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې څخه لیدنه وکړه

 د بنګلادیش علماوو د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې رهبرۍ، استادانو، کارکوونکو او فاضلانو سره لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې په پیل کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې رئیس شیخ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د رهبرۍ له لوري د اسلامي امارت د فتحې څلورمې کلیزې د مبارکۍ پیغام!

د اسد ٢٤ هغه ورځ وه، چې الله تعالیﷻ زموږ د ګران هیواد له پاکې خاورې څخه د افغان مجاهد ملت په  سرښندنو او قربانیو په برکت د اشغال ټغر ټول کړ او ټول افغانان د حریت او امنیت څخه برخمن سوه.. . .

BACK TO NEWS