د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تفسیر شریف او تطویر المستوي العلمي دورې فراغت غونډه کې ګډون وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۸:۵۷
فراغت غونډه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د تفسیر شریف او تطویر المستوي العلمي یوې میاشتنۍ دورې فراغت غونډه ترسره شوه، چې د لوړو زده وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه  جامعې د رهبرۍ غړو، استادانو او اداري کارکوونکو په کې برخه اخیستې وه.
په یاده غونډه کې ښاغلي ندیم صاحب هر اړخیزه او عالمانه وینا وکړه او د دیني علومو په برخه کې یې د یادو ترسره شویو لنډمهاله دورو ارزښت او اهمیت بیان کړ.
نوموړي د جامعې له رهبرۍ او استادانو نه مننه وکړه، چې په لنډ او مختصر وخت کې یې دیني علماوو ته د دیني علومو په برخه کې داسې ګټورې دورې وړاندې کړي دي، چې په کم وخت کې یې ډیر څه زده کړي  دي.
دغه راز نوموړي هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې هم باید په اړونده برخه کې دې ته ورته ګټورې او علمي دورې ترسره شي، تر څو فاضلان له دې موقع نه ډېره استفاده وکړي.
همدارنګه د جامعې د دیني تخصصاتو رئیس مفتي صدیق الله حسین خیل د یادو ترسره شویو لنډمهاله علمي دورو په اړه معلومات وړاندې کړل او د یادو دورو د ارزښت، اړتیا او تدریسي بهیر د څرنګوالي په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
همداراز نوموړي ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به هم د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ په همکارۍ دا او دې ته ورته نورې علمي دورې وړاندې شي.
د غونډې په پای کې د تفسیر شریف او تطویر المستوي العلمي دورو شاوخوا (١٠٣) تنه ګډونوالو ته تصدیق پانې ورکړل شوې، چې د اتو دیني جامعاتو فاضلانو په کې برخه اخیستې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۶:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې په عمومي کتابتون کې د فاضلانو د مطالعاتي او تدریسي بهیر نه کتنه وکړه او فاضلانو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تفسیر شریف او تطویر المستوي العلمي دورې فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د تفسیر شریف او تطویر المستوي العلمي یوې میاشتنۍ دورې فراغت غونډه ترسره شوه، چې د لوړو زده وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۹:۳
Background image

د تطویر المستوي العلمي او عربي ژبې یوې میاشتنۍ دورې فراغت غونډه ترسره شوه


د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د تطویر المستوي العلمي او عربي ژبې یوې میاشتنۍ دورې فراغت غونډه ترسره شوه، چې د لوړو زده وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي محمد حامد. . .

BACK TO NEWS