د جامعې تاریخچه
د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه جامعه تر فتحې مخکې په (۱۴۴۰) هجري قمري کال کې د افغانستان اسلامي امارت لخوا د یو دیني – تخصصي او تحصیلي بنسټ په توګه تأسیس شوې ده. او د (۱۴۴۳) هجري قمري کال راهیسې د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې د یو خپلواک رسمي اداري واحد په توګه د هېواد په علمي او تحصیلي ډګر کې فعالیت کوي.
په دغه جامعه کې د دیني علومو په برخه کې د تخصص (دوکتورا) تر کچې لوړې زده کړې ترسره کیږي.
د جامعې ارزښتونه
ارزښتونه منل شوی اصول دي چې جامعه هغه ته وفاداره او د خپلو فعالیتونو په بهیر کې يې تعقیبوونکې ده!
- ټولو ديني او ملي ارزښتونو ته درناوی.
 - د ټولنې د ترقۍ لپاره ارزښتمند تحقیقي خدمات او له نورو اداراتو سره ګډ کار او همکاري.
 - د علمي او اکاډمیکې سپېڅلتیا ساتل.
 - د اسلامي او فکري سرحدونو ساتنه.
 - په جامعه کې د با نظم او ډیسپلین علمي فضاء حاکمول.
 - د هېواد او ټولنې د آبادۍ او ترقۍ په لاره کې ځان متعهد او مسؤل ګڼل.
 - په ټولو اداري او تدریسي چارو کې د شفافیت ساتل.
 - له ټولو داخلي، سیمه ییزو او نړیوالو ورته بنسټونو سره د همکارۍ ساتل او پیاوړتیا.
 - د مالي او اکاډمیک استقلالیت ساتل.
 - د خپل مقام او دريځ ساتل.
 - د نیکو اخلاقو، ایماندارۍ، ریښتینولۍ او عدالت ترویج.
 
جامعې ستراتېژیکې موخې
په دیني علومو کې د تخصص د یوتحصیلي بنسټ په حیث زموږ لوی او ستراتيژیک اهداف په لاندي ډول دي!
- د ټولنې د بېلابېلو برخو د شته اړتیاوو د رفع په موخه د متخصصو او ژمنو علمي کادرونو تربیه.
 - په ملي سطحه د تخصص د جامعاتو په رديف کې خپل لوړ مقام ساتل.
 - له ورځنیو او نویو روشونو څخه په استفادې غوره علمي او تحقیقی خدمات وړاندې کول.
 - د ورځنیو اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د اوسنیو پروګرامونو حفظ او په دغه برخه کې دنورو پروګرامونو ایجاد.
 - د اداري او تدریسي چارو لپاره ځانګړي تعمی رونه درلو دل.
 - د ۲۴ ساعتونو لپاره د استاد-فاضل د حضور سیستم تعقیب او لا پاملرنه.
 - د ظرفیت لوړونې او کیفیت ساتلو ته جدي پاملرنه.
 - د کورنیو ،سیمه ییزو او نړیوالو ورته نهادونو سره د علمي او تحقیقي روابطو او همکاریو ټینګول او پراختیا.
 - د تخصص په برخه کې د یوشان او متوازنو خدماتو وړاندي کول.
 - د علمي څېړنو پر مټ دتولنې د اړتیاوو پوره کول او د معل وماتو توليد.
 - دټولنې په پرمختګ کې ونډه اخیستل.