د اسلامي اقتصاد او بانکدارۍ تخصص له لوري علمي محاضره وړاندې شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۲۰:۵۱
علمي محاظره

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعه کې د علمي محاضرو په لړ کې د میراث په اړه علمي محاضره وړاندې شوه، چې د جامعې د فاضلانو او علمي چارو مرستیال مفتي روح الله آخندزاده، استادانو، اداري کارکونکو او فاضلانو په کې ګډون کړی و.
په پیل کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د اسلامي اقتصاد او بانکدارۍ تخصص آمر شیخ نورالامین صاحب د یادې محاضرې اهداف، ځانګړتیاوې، اړتیا او اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل. 
نوموړي د ذوی الفروض، عصبات او ذوی الارحام په اړه پوره بحث وکړ او هره برخه کې په هر اړخیزه توګه تشریح کړه.
 په یاده علمي محاضره کې ټولو ګډونوالو په پوره لیوالتیا سره برخه اخیستې وه، چې په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته هم ځوابونه وویل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۶:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې په عمومي کتابتون کې د فاضلانو د مطالعاتي او تدریسي بهیر نه کتنه وکړه او فاضلانو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تفسیر شریف او تطویر المستوي العلمي دورې فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د تفسیر شریف او تطویر المستوي العلمي یوې میاشتنۍ دورې فراغت غونډه ترسره شوه، چې د لوړو زده وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۹:۳
Background image

د تطویر المستوي العلمي او عربي ژبې یوې میاشتنۍ دورې فراغت غونډه ترسره شوه


د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د تطویر المستوي العلمي او عربي ژبې یوې میاشتنۍ دورې فراغت غونډه ترسره شوه، چې د لوړو زده وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي محمد حامد. . .

BACK TO NEWS