د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تفسیر شریف او تطویر المستوي العلمي دورې فراغت غونډه کې ګډون وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۸:۵۷
فراغت غونډه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د تفسیر شریف او تطویر المستوي العلمي یوې میاشتنۍ دورې فراغت غونډه ترسره شوه، چې د لوړو زده وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه  جامعې د رهبرۍ غړو، استادانو او اداري کارکوونکو په کې برخه اخیستې وه.
په یاده غونډه کې ښاغلي ندیم صاحب هر اړخیزه او عالمانه وینا وکړه او د دیني علومو په برخه کې یې د یادو ترسره شویو لنډمهاله دورو ارزښت او اهمیت بیان کړ.
نوموړي د جامعې له رهبرۍ او استادانو نه مننه وکړه، چې په لنډ او مختصر وخت کې یې دیني علماوو ته د دیني علومو په برخه کې داسې ګټورې دورې وړاندې کړي دي، چې په کم وخت کې یې ډیر څه زده کړي  دي.
دغه راز نوموړي هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې هم باید په اړونده برخه کې دې ته ورته ګټورې او علمي دورې ترسره شي، تر څو فاضلان له دې موقع نه ډېره استفاده وکړي.
همدارنګه د جامعې د دیني تخصصاتو رئیس مفتي صدیق الله حسین خیل د یادو ترسره شویو لنډمهاله علمي دورو په اړه معلومات وړاندې کړل او د یادو دورو د ارزښت، اړتیا او تدریسي بهیر د څرنګوالي په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
همداراز نوموړي ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به هم د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ په همکارۍ دا او دې ته ورته نورې علمي دورې وړاندې شي.
د غونډې په پای کې د تفسیر شریف او تطویر المستوي العلمي دورو شاوخوا (١٠٣) تنه ګډونوالو ته تصدیق پانې ورکړل شوې، چې د اتو دیني جامعاتو فاضلانو په کې برخه اخیستې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۹:۴
Background image

د ایران دارالعلوم زاهدان علماوو د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې څخه لیدنه وکړه

د (دارالعلوم زاهدان شیخ الحدیث مفتي عبدالقادر  عارفي ) د ایران د اهل سنت والجماعت علماوو یو ستر دیني عالم  ورسره مل پلاوی د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې رئیس شیخ الحدیث محمد اکبر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د عالیقدرامیر المؤمنین حفظه الله تعالی ورعا سره د ۲۶۰۰علماء کرامو او پوهنتونونو استادانو د بیعت کتاب بشپړ او ژر به د لوستونکو په واک کې ور کړل شي.

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د «سمعاً وطاعةً یا امیرالمؤمنین حَفِظَکَ اللهُ تَعَالی وَ رَعَاکَ» په نوم یاد کتاب، چې په ۲۹۵ صفحو مشتمل دی ډېر ژر به د لوستونکو په واک کې ورکړل شي. 

په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۳۸
Background image

عاليقدر أميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د لوړو زدکړو وزارت د دیني جامعاتو د مسئولینو او فاضلانو غونډې ته وینا وکړه 

عاليقدر أميرالمؤمنين شيخ القرآن و الحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی په کندهار کې د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت د ديني جامعاتو او تخصصاتو د قضاء او افتاء څانګو د مسئولينو. . .

BACK TO NEWS